په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي؛ د افغانستان د پخواني حکومت سفیر عباس نویان دا خبره وکړه. د سویډن د بهرنیو چارو وزارت له هغه څخه غوښتي چې له دغه سفارت ووځي او د افغان سفارت ټولې شتمنۍ او چارې قونسلګرۍ ته وسپاري.
عباس نویان وویل چې د سویډن حکومت د هغه د اوسیدو اجازه هم نه ده غځولې.
د ایرنا په وینا، تر دې مخکې د جرمني د بهرنیو چارو وزارت هم په برلین کې د پخواني حکومت له سفیره غوښتي وو چې استعفا ورکړي.
د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت د روان کال په اسد میاشت کې اعلان وکړ چې په یو شمېر هېوادونو کې د افغانستان د یو شمېر سیاسي استازو قونسلګري خدمات له کابل سره د نه همغږۍ له امله باطل دي.
د پیغام پای/
Your Comment